دَ افغان حکومت دَ “صدارتي فرمان 62 دَ نفاذ دَ پاره بريجنګ حمکت عملي“ په حقله دَ ”اين سي ايل سيکورټي“ ټينګار/جواب

AsiaNet 43821

مکلين، وي اے، مارچ ۱۸ ۲۰۱۱/پي آر نيوزوائر۔اشيا نيټ

اين سي ايل سيکورټي ته دَ مارچ 2011 په 15 نيټه جاري شوي صدارتي فرمان دَ نافذ کولو دَ پاره بريجنګ حکمت عملي نه دا خبره معلومه شوي ده چه اين سي ايل  په هغه  شخصي امنيتي کمپنو کښي شامله کړے شوے ده دَ چا جوازنامه چي به دَ ” افغانستان اسلامي دولت سره دَ تعلق په سبب” په 90 روځو کښي دننه ختمه ولے کيږي۔ اګرچه اين سي ايل دَ دے خبري يقني حمايت کوي چي دَ کرپشن په خلاف پاليسيانے جوړے کړے شي او ګمان لري چي دَ صدارتي فرمان 62 مقصد به هم دا وي ، خوهغه په ډيره کلکه سره دَ دے خبرے مخالفت کوي چي هغه افغان خلق دَ چا خپلوان چي په حکومت کښي دي ، دَ هغوي په جائز تجارتي سرګرميانو کښي په شموليت دے بنديز ولګولے شي کوم شموليت چه دَ افغانستان دَ استحکام دَ پاره ضروي دے۔

اين سي ايل سيکورټي دَ اين سي ايل هولډنګزاسټراټجک شريکه اداره ده۔ اين سي ايل هولډنګ يو عالمي لاجسټک اداره اور پروفيشنل خدمات ورکولو واله اداره ده کومه چي دَ افغان وزيردفاع جنرل رحيم وردک ځوي حميد وردک جوړه کړے ده او هغوي ي مشري په غاړه لري۔ خو دلته دا خبره واضحه کول ضروي دي چه  جنرل وردک او نه دَ افغان حکومت چا چارواکي چرته دَ دے کمپني په معملاتو کښي څه کردار ادا کړي دے۔ او نه ي په کمپني څه ملکيت شته او نا هغه دا اهليت لري چه دَ اين سي ايل سيکورټي واحد کلانټ امريکي حکومت له طرفه دَ ليک لاسو( معاهدو) په اخستلو دِ اثرانداز شي۔

دَ اين سي ايل هولډنګز مشر  ښاغلي حميد وردک وئيلي دي چي ” دَ کمزوري ډرافټ کړے شوي حکمت عملي په وجه ، افغان ملازمين، دَ هغوي ملک او دَ ټولو افغانو هغه حق په خطره کښي پريوتے دي کوم چي هغوي له دَ دے خبري اجازت ورکوي چه په تجارتي سرګرميو کښي حصه واخلي او فائده ومومي۔ دا خيال چي دَ افغانو کورواله په حکومت کښي دي نو هغوي دے دَ ملک دَ ترقي دَپاره مستحکم او جديد معيشت په ترقي کښي حصه اخستلو او دَ خپل ملک دَ حفاظت نه منع کړے شي يو ډيره نامناسبه پاليسي او دَ افغان آئين سره په ښکاره مخالفت کښي ده۔”

هغوي زياته کړه “که چرے يو ځائے کښي دَ حکومت نفوذ ، دَ حکومتي چارواکو ملکيت يا غير قانوني سرګرمي ثابته شي نو دَ افغانستان اسلامي دولت دِ دَ افغان اولس سره وعده وکړي چه دَ داسے سرګرميانو په ګوته کولو دَ پاره دِ مناسب او شفاف پروګرام شروع کړے شي۔”

ښاغلي وردک زياته کړے ده چه ”بريجنګ حکمت عملي دا مقاصد نه پوره کوي۔ بلکه او شايد په غيرارادي طور دا  قانون پسند تاجران خلق دَ نړي وال صلح ساته ځواکو دَ ضروري امنيتي عمالياتو کښي دَ کمک  نه صرف دَ دے خلقو دَ کورني نوم په سبب منع کوي۔ هغوي اولسي جرګے او دَ کورنو چارو وزارت ته په کلکه وئيلي دي چه په دے فرمان دي بيرته کتنه وکړے شي او وضاحت دي وکړي شي چي صرف کورني تعلق دَ  افغانستان اسلامي دولت له طرفه دَ امنيتي جوازنامے ختميدلو بنياد نه شي جوړيدلے۔

دَ افغان اولسمشرمعاون محمد قيسم فهيم دَ دفتر نه يو حکم نامه جاري شوے  ده کوم چه دَ افغان اولسي جرګے  له طرفه  صدارتي فرمان62  ته دَ يو قانون بنړے ورکولو پورے دَ دے استعمال لغو کړے دے۔ اولسي جرګے دَ کورونو چارو وزير بسم الله  خان محمدي په 19 مارچ دَ شنبه په ورځ اولني سماعت له بللے دي ۔

يو څو حقائق:

اين سي ايل په افغانستان کښي دَ دوه ادارو ملکيت لري؛ اين سي ايل کنسټرکشن او اين سي ايل لاجسټکس، اين سي ايل سيکورټي يوه آزاده اداره  ده  او  ځان له خپله جوازنامه  لري او دَ چا په مشرانو کښي چي ښاغلي وردک شامل نه دي۔

اين سي ايل په  قانوني طور رجسټرډ او جواز نامه لرونکي اداره ده کومه چي افغان حکومت او په نړي کښي موجود دَ امريکي حکومت شخصي امنيتي کمپنو دَ قواعدو او ضابطو پاس لرنه کوي۔

دَ تيرو دوه آډيټو په رڼا کښي کوم چه افغان حکومت لږ موده مخکښے کړي وو، اين سي ايل سيکورټي هيڅ قسم خلاف ورزي نه ده کړے او نه پکښے څه کمي موندلے شوے ده۔

رابطه : جيکي ايډمز

Jacadams@msn.com

+1-212-369-6863

ذريعه: اين سي ايل سيکورټي

رابطه: جيکي ايډمز، jacadams@msn.com، +1-212-369-6863

Leave a Reply